د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د مور و ماشوم اوونۍ


د مور و ماشوم د اوونۍ په اړه ډاکتره نوشین تفصیل ورکوي.
د مور و ماشوم د اوونۍ په اړه ډاکتره نوشین تفصیل ورکوي.
غلام غوث، مشال راډیو


پېښور
- په پاکستان کې هر کال ۲۰ زره میندې د ماشوم د زېږولو پر مهال مري.

دا ځکه چې د حامله ښځو د روغتیا لپاره په مرکزونو کې معاینې نه کېږي. نو په دې ترځ کې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه اوونۍ لمانځل کېږي چې موخه یې له دې لارې شعور بیدارول دي.

د یوې غیر دولتي ادارې سنټر اف اېکسي لینس فار رورل ډېوېلپمنټ (د کلیو د پرمختګ لپاره مرکز) غړې ډاکترې نوشین مشال راډیو ته وویل چې د نومبر له څوارلسمې نېټې تر ۱۹مې پورې به د مور او ماشوم د روغتیا په اړه دا اوونۍ لمانځل کېږي.

دې وویل، که چېرې د حمل پر مهال د ښځو روغتیا ته پاملرنه وشي نو د مور او ماشوم پر مرګ قابو میندل کېدای شي.

ډاکتره نوشین وايي، په پاکستان کې هر کال ۲۰ زره میندې، او څلور لکه ۳۲ زره ماشومان د داسې وجوهاتو له کبله مري، چې درملنه یې ډېره اسانه وي.

نوموړې زیاتوي، د شعور د نشتوالي له وجې دومره ډېره ماشومان مري.

په پاکستان کې ډېر داسې خلک دي چې خپلې مېرمنې د معاینو لپاره ډاکتر ته نه بیايي.

شوکت د پېښور اوسېدونکی دی او وايي، اووه بچي لري خو کله یې هم خپله ښځه د حمل پر مهال، ډاکتر ته نه ده بیولې.

دی وايي، ((سوچه غوړي او نور کورني علاجونه)) د حامله ښځې لپاره کافي وي.

هلته د کلیو د پرمختګ د مرکز مشر سیف الرحمان دراني بیا وايي چې ښځه حامله شي نو هر وخت له خطر سره مخامخ وي، او باید د روغتیا مرکز ته وخت تر وخته، د معاینې لپاره، ور وستل شي.
XS
SM
MD
LG