د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا غرنیو سیمو کې د میندو او ماشومانو زیاتېدونکې مړینه


خالید خان مشال ریډيو پېښور

په خیبر پښتونخوا کې د ښځو او ماشومانو لپاره یوه اداره وايي چې د صوبې يه لرو پرتو غرنیو سیمو کې د د نورو سیمو په پرتله د ماشومانو او میندو د مړینې شرح زیاته ده چې د دوی په خبره د صحي سهولتونو نشتوالی او ټیټوالی او په خلکو کې د عامه پوهاوي کموالی دی.

د خیبر پښتونخوا د مور او ماشوم د پاملرنې ادارې مشر ډاکټر خیال آپرېدي مشال ریډیو ته ووېل چې،په هرو یو زر زېږېدونکو ماشومانو کې ۷۰ ماشومان مري.

دی زیاتوي چې په کوهستان ،شانګله ،بټګرام او هنګو سیمو کې د میندو او ماشومانو د مرګ شرح زیاته ده. لویه ستونزه دا ده چې لرو پرتو غرنیو سیمو ته یو خو ډاکټران ،نرسان او ايل ايچ وي تلل نه غواړي په دوی کې اکثره دا غواړي چې په خپلو ښاري ځایونو کې پاتې شي او بل د ترهګرۍ له لاسه هم د صحت اداره ځپل شوېده هلته له ویرې د صحت ادارې کارکونکې تلل نه غواړي.چې په دې سره په لرې غرنیو سیمو کې د ماشومانو او میندو د مرګ شرح لوړه شوېده٬٬

خو ځینې بیا وايي چې د صحت لپاره سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې کارکونکې لوړې تنخواګانې اخلي خو د خلکو ستونزې نه حلوي.او د دوی به خبره به دې یوازې سیاسي سپارشونه چلېږي.

خو د مور او ماشوم د پاملرنې ادارې مشر ډاکټر خیال اپرېدی وايي د دیو د ادرې کار دا وي چې دیوې سیمې لپاره یو ډاکټر وګماري دا نو بیا د خلکو کار دی چې له ډاکټر کار واخلي او د هغه پوښتنه او ګروږنه وکړي.
XS
SM
MD
LG