په پېښور كې يوې انجلۍ دخپلي کورنۍ له اړخه د هغې په سوره کې د وركولو فيصله رد كړي ده او په عدالت کې ددي انجلۍ د خپلي کورنۍ سره د اوسيدو نه په انكار پيښور های كورټ دغه انجلۍ دارلامان ته استولې ده.
دې انجلۍ د پيښور په لوړ عدالت کې درخواست جمع كړی وو او د هغې د کېس د اورونې په محال یې عدالت ته وویل چې دا له ۴۰ ورځو ماشومه وه چې کورنۍ یې په افغانستان کې هغه تن په سوره کې وركړې وه، چې د هغوی د کورنۍ يوه ښځه د هغې له تره سره تښتېدلې وه .
دي انجلۍ عدالت ته خپلوخبرو کې وویل،” چې اوس د هغه سړي اتيا كاله عمر دی او کورنۍ مې د اختر وروستو هغه اتيا كلن سړي ته ودول غواړي، او زه ورسره واده كول نه غواړم.٬٬
عدالت چې كله د هغې له تره نه په دې لړ کې پوښتنه وكړه نو هغه له دې ټولو خبرو انكار وكړو.
عدالت د دغه انجلۍ درخواست خارج كړو او دارلامان ته دهغې د لیږلو امر ورکړ.
د انجلۍ مور او ورور هغې ته كور ته د تلو وويل خو دې ونه منل.