د مصر پوځي چارواکودهغه ۳۳۴ ولسي کسانو د معافولو اعلان کړی چې په تیره فرورۍ کې د حسنې مبارک د حکومت نسکورولو راهیسې ورته پوځي عدالتونو سزا اورولې وه.
پرون دپوځي سپریم کونسل لخوا په خپل فیس بک پاڼه خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې ددې ګام مقصد د عظیم مصري ولس او د انقلاب د ځوانانو سره روانې رابطه کارۍ ته مرسته ورکول دي.
په دې بیان کې دا نه دې ویل شوي چې دې کسانو ته په کوم جرم کې سزا اورول شوې اودوي به کله خوشي شي صرف دومره ویل شوي چې ددوی نومونه به وروسته څرګند کړې .سږ کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې لږ ترلږه ۱۲۰۰۰ کسانو باندې د مصر پوځي عدالتونو مقدمې چلولې دي چې دهیواد دننه اوبهر پرې ډیرې نیوکې شوي دي.