د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بیت المقدس کې د ودانیو په جوړولو د امریکا نیوکې


امریکا د اسراییل لخوا په مشرقي بیت المقدس او غربي غاړه کې د آباد کارۍ د تعمیراتي کارونو د تیزولو په فیصله نیوکې کړي، چې اسراییل د ملګرو ملتونو دتعلیم، ساینس او کلتور د څانګې یونیسکو لخوا فلسطین ته د غړیتوب ورکولو په جواب کې تر سره کوي.

دوایټ هاؤس ویاند جې کارنې ویلي اوبامه انتظامیه په دې فیصله ډیره مایوسه شوې ده.

نوموړی وویل یو اړخیزه ګامونه د نیغ په نیغه خبرو بحالولو عمل ته زیان رسوي او د دواړو خواو ترمنځ معقوله او مهمې لوظنامې ته د رسیدلو کار پرمخ نشي بوتلې.

جې کارنې زیاته کړه دغه ستونزه یوازې د دوه ریاستي حل له لارې هواریدلای شي.

بلخوا د اسراییل وزیر اعظم بینیامین نیتن یاهو دآباد کارۍ لپاره د تعمیراتی کار د پراخولو په لړ کې دخپلې فیصلې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا د اسراییلو حق او ذمه واري ده چې د خپل سر ښار په ټولو برخو کې تعمیرات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG