د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام له ښاري سیمو د پوځونو ویستلو باندې سلا شو


عرب لیګ وايي شام دې ته سلا شوی چې د ښارونو نه به پوځونه وباسي او ددې ترڅنګ به یو شمیر نور داسې ګامونه پورته کوي چې له مخه یې دغه هیواد کې روانه نآرامي او خونریزي ختمه شي.

د مصر سر ښار قاهره کې د عرب لیګ د وزیرانو دغونډې وروسته د قطر وزیراعظم شیخ حمد بن جاسم الثاني یوې خبري غونډې ته ویلي، مونږ دې لوظنامې ته په رسیدو خوشحاله یو او نور به هم خوشحاله شو چې دا په سمدستي توګه عملي شي.

نوموړي یو بیان ولوستو چې پکې ویل شوي وو شام د تشدد ودرولو، دقیدیانو خلاصولو او د ښارونو او د استوګنې سیمو نه پوځونه لرې کولو باندې سلا شوې.

ددې ترڅنګه عرب لیګ او رسنيو ته به د حالاتو جایزه اخیستلو لپاره موقع ته د رسايي اجازت ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG