د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې د واورې بې وخته توپان راغلی


په امریکا کې د واورې بې وخته توپان د دې هیواد په شمال ختیځو سیمو کې په پراخه کچه خلک له بجلۍ بې برخې کړي دي.

د سي بي ایس ټلویزیون له مخې تر پنځه لکه زیات کورونه د برېښنا له نیشتوالي اغېزمن شوي دي چې زیاتره یې پینسلوېنیا کې دي. او هم دا ډول په نیویارک او مېري لېنډ کې هم د ورته ستونزې رپوټونه دي.

په دولس ریاستونو کې د ژمې د توفانونو خبرداري ورکړل شوي دي. د نیویارک په ښار کې د شنبې په ورځ درې سینټي میټره واوره شوې ده چې له اتلس سوه نهه شپېتم کاله راهسې د اکتوبر په میاشت کې تر ټولو زیاته ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG