د ځانمرګيو ډله ييز بريد د پنجشنبې په ماسپښين شا و خوا درې نيمې بجې د کندهار ښار ختيځ پلو ته په شرکت مېوه سيمه کې د ولايتي بيا رغوونې ټيم يا پي آر ټي پر فتر له يوې درې پوړېزې ودانۍ پيل شو. افغان چارواکي وايي چې د پي ار ټي دفتر ته څېرمه درې تنه ځانمرګي بريد کوونکي چې په چاوېدونکيو توکو او وسلو سمبال ول يو کور ته ننوتي ول او په پرلپسې توګه پر امنيتي چارواکيو یې ډزې کولې خو دوى يې هم پر وخت ځواب ويلى دى.
د کندهار د پي آر ټي پر دفتر د اورپکو برید
![د افغان ملي اردو او افغان ملي پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل.](https://gdb.rferl.org/5efc0d69-ac25-4416-b271-6eae02a3597d_w1024_q10_s.jpg)
۱
د افغان ملي اردو او افغان ملي پولیس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل.
![د اورپکو او افغان امنیتي سرتېرو تر منځ تر ساعتونو ډزې روانې وې.](https://gdb.rferl.org/1b4f46a6-e532-4ec9-ad8c-e0ec8fc95c60_w1024_q10_s.jpg)
۲
د اورپکو او افغان امنیتي سرتېرو تر منځ تر ساعتونو ډزې روانې وې.
![د افغان ملي ځواکونو مرستې ته بهرني سرتېري هم را ورسېدل.](https://gdb.rferl.org/022466d6-8022-46ea-8360-9e02e2fe0115_w1024_q10_s.jpg)
۳
د افغان ملي ځواکونو مرستې ته بهرني سرتېري هم را ورسېدل.
![د بهرنیو سرتېرو ګاډي. افغان چارواکي وايي، په بریا یې په سیمه کې عملیات بشپړ کړل.](https://gdb.rferl.org/439935f6-a601-40f9-878f-0b0bb21636f7_w1024_q10_s.jpg)
۴
د بهرنیو سرتېرو ګاډي. افغان چارواکي وايي، په بریا یې په سیمه کې عملیات بشپړ کړل.