د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورپکو سره خبرو ته تیار یو، خو که وسله وغورځوي: کوثر


د خیبر پښتونخوا ګورنر مسعود کوثر
د خیبر پښتونخوا ګورنر مسعود کوثر
غلام غوث، مشال راډیو

پېښور
- د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود كوثر ويلي دي چې د ترهګرو عمليات هيڅ قسمه اخلاقي او مذهبي جواز نه لري او د ترهګرو په عملياتو كې يواځې بې ګناه ولس تاواني کېږي.

د خيبر پښتونخوا دا څرګندونې په پېښور های كورټ كې له خبر يالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

په پېښور كې په تېرو ۲۴ ګېنټو كې د دوو چاودنو د پوښتنې په ځواب كې ګورنر وويل چې حكومت دا نه دي ويلي چې په ترهګرۍ په مكمله توګه کابو میندل شوی دی؛ ((په دې ترځ کې په روپۍ كي ۱۴ انې كنټرول تر لاسه کړل شوی دی.))

دی وايي، دا چاودنې ځکه کېږي چې ((دوه انې کار لا پاتې دی.))

په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو په اړه مسعود کوثر وویل چې که چېرې وسلې والې ډلې له جنایتکارو خلو سره اړیکي پرېږدي او له تاو تریخوالي لاس واخلي نو حکومت ورسره خبرو ته چمتوی دی.

کوثر وايي، که چېرې وسله وال د تاو تریخوالي لار پرېږدي نو په قبایلي سیمو کې، په قامي ژوند کې ور ګډېدای شي.
XS
SM
MD
LG