سویس وګړي وايي د طالبانو غوښتنې دې ومنل شي
د سوېټزرلینډ دوه وګړي چې د اولېور ډېوېډ اوچ او دانیالا وایدمر په نور پېژندل شوي دي، او موده مخکې د پاکستان له بلوچستانه تښتول شوي ول، د هغوی دوه ویډیو ګانې مخې ته راغلې دي. د دې کسانو د تښتونې پړه وسله والو طالبانو منلې وه. په دې ویډیو ګانو کې دواړه سوېس وګړي (یو سړی او بل ښځه) وايي که چېرې د وسله والو طالبانو غوښتنې و نه منل شوې نو د دوی ژوند له خطر سره مخامخ دی. دا دواړه کسان وايي، د طالبانو غوښتنه ده چې عافیه صدیقي دې خوشې کړل شي. عافیه صدیقي ته د ترهګرۍ په تور په امریکا کې د بند سزا اورول شوې ده او اوس په زندان کې ده.