خالد خان، مشال راډیو
پېښور - په ټوله نړۍ کې هندوانو د دیوالي په نوم اختر لمانځلی دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې هم هندو لږکیو د دیوالۍ اختر په خپلو کورونو او درمسالونو کې لمانځلی دی.
د دیوالۍ لویه غونډه د اکتوبر په ۳۰مه د تحصیل ګور ګټرۍ په لوی درمسال (مندر) کې کېږي.
د دیوالۍ اختر څه شی دی؟ د دې پوښتنې ځواب په پېښور کې د بالمیک هندو لږکیو مشر رام لال مشال راډیو ته ورکړ.
((دیوالي داسې ده لکه ستاسې [د مسلمانانو] نوی هجري کال چې پیلېږي. د دې اختر پر مهال ټول هندوان په خپلو کورونو کې د لکشمي مور عبادت کوي.))
رام لال وايي، د لکشمي ماتا د پیسو او د دولت لپاره ده او چې ورته دوعا وشي نو په کورونو کې پیسې او برکت زیاتېږي.
د هندوانو ځېنې مهمې روحاني مشرانې ښځې دي چې دوی ورته ماتا وايي. د (ماتا) ټکی په سنسکرت او هندۍ کې د (مور) لپاره کارېږي.
رام لال وايي، په پېښور کې د هندوانو ۴۷۰ کورنۍ اوسېږي او دوی د عبادت لپاره درې لوی درمسالونه یا مندرونه لري.
د دیوالۍ پر مهال هندوان په کور کې ډوډۍ هم پخوي او بیا د شپې جشن هم کوي.
په دې اختر کې هندوان، ډیوې اخلي او په کورونو کې، د کورونو پر ورونو او دیوالونو یې بلوي.
د هندوانو یو بل اختر هولي نومېږي. هولي هر کال په پسرلي کې لمانځل کېږي.
د هولي د اختر پر مهال هندوان پر یو بل رنګونه پاشي.