د سعودي عرب شاه عبدالله به نن د خپل نوي جانشین اعلان وکړي. دا تمه یوه ورځ وروسته له هغې په داسې حال کې کیږي چې په نیو یارک کی د سرطان د مرض نه د مړ شوي ولي عهد شهزاده سلطان بن عبدالعزیز د جنازی مراسم سر ته ورسیدل.
داسې ویل کیږي چې زیات امکان د کورنیو چارو وزیر شهزاده نایف دی څوک چې یو محافظه کار دی او د لوي ټولنیز او سیاسي بدلون خلاف دی
.
سعودي عرب چې د امریکا یو ملګری دی هڅه کوي چې د جدید اقتصاد ضرورتونو سره سم خپل زاړه دودونه یو ځای کړي.