د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتوخوا استاذانو د تنخاګانو زیاتولو غوښتنه کړې


په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې لا واردمخه ګن سکولونه د ورانکارو لخوا تباه شوي او ددې لوی اغېز په ملاکنډ کې ترسترګو کېږي
په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې لا واردمخه ګن سکولونه د ورانکارو لخوا تباه شوي او ددې لوی اغېز په ملاکنډ کې ترسترګو کېږي
د خيبر پښتونخوا پرایمري سکولونو استاذانو نن له د کلاسونو د مکمل باييکاټ اعلان کړيدي.

دوي غوښتنه کوي چی د سرویسیس سمه اډانه دې ورته جوړه شي او د نورو صوبو د پرایمري استاذانو په شان دي ورته تنخواګانې او مراعات سیوا کړل شي.


دوی وایي تر هغو پورې به احتجاج کوي تر څو د دوی غوښتنی نه وي پوره شوې. د خیبر پښتونخوا د ټولو پرایمري سکولونو استادانو تنظیم مشر ملک خالد خان مشال ریډيو ته وویل،دا دی درې کاله د نوي حکومت کېږي خو زموږ د پرایمري سکولونو استاذانو د پرمختګ پر ځای شاتګ کړی دی .

استاذانو دړکه ورکړې که د راراوانې نومبر میاشتې تر ۵ مې نیټې پورې ددوی غوښتنې ونه منل شوې نو په ټوله صوبه کې به پرایمري سکولونو ته تالې لګوي.

د پښتونخوا د تعلیم وزیر سردار بابک وايي ،دوی نه غواړي چې استاذان د سکول پر ځای کوڅو ته را ووځي.او زیاته یې کړه چې صوبايي حکومت هڅه کوي چې د خبرو له لارې دوی مطالبې تر ډېره حل کړي.
XS
SM
MD
LG