د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باچاخان سکول کې عدم تشدد ښودل کېږي


خان عبدالغفار خان باچا خان د خدای خدمتګار غورځنګ مشر او د عدم تشدد ستر لارښود
خان عبدالغفار خان باچا خان د خدای خدمتګار غورځنګ مشر او د عدم تشدد ستر لارښود

فوادعلي شاه - پښتونخوا

د خیبر پښتونخوا د سرښار پېښور په نوتییه سیمه کې باچاحان د انجونو ماډل سکول کې زدکونکو ته د امن په موضوع ځانګړي سبکونه ښودل پیل شوي دي.

په اونۍ کې دوه ورځې د امن په موضوع زدکړې ورکول کېږي.

د ښوونځي چلونکي وايي ،ددغه زدکړو مقصد دا دی چې خپلو ماشومانو ته د امن او سولې ارزښت او اهمیت په ګوته کړل شي.او دا ورته ښودل دي چې کوم قام سوله او امن خوښوي هم هغه پرمختګ او ترقي کوي.

د دغه سکول مشره استاده عذراګل وايي،د امن زدکړه به نه یوازې دا چې دغه ماشومانو ته په راتلونکې کې ګټه ورسوي او دوی به د ټولنې ښه غړي جوړ کړي بلکه په دې سره به زموږ په خلکو کې د امن ارزښت نور هم جوت او څرګند شي.

د باچاخان سکول یوه زدکونکې ماریه وايي،موږ ته د امن درس راکول کېږي چې له خپلو خوندکیو سره په مینه او خندا خبرې کوي او په کور ګاونډ کې هم له خپلو خپلوانو سره په خوږه ژبه خبرې کوی.له جنګ جګړو هیڅ نه جوړېږي.

یوه بله زدکونکې سحر وايي، ددې په ذهن کې اول دا خبره وه چې پښتون کلتور یوازې په توپک او بدله ولاړ دی بې له توپکه بله خبره نشته.خو اوس راته دا هم مالومه شوه چې جرګه هم لرو .په جرګو باید خپلې مسلې هوارې کړو.جرګه زموږ د ټولو مسلو حل دی.په ټوپک مسلې نه حل کېږي.

د اتم ټولګي(جماعت) زدکونکې عایشه وايي، چې په امن،مینه او ورورولی سره ژوند تېرولو باندې ټولنه (معاشره) ترقي کوي.په یوه خاندان کې چې مینه او امن وي نو هغې کورنۍ تر نورو زیاته ترقي کړېده.

د باچاخان انجونو سکول یوه نجي اداره ده چې پکې د امن په موضوع زدکونکو ته زدکړې ورکول کېږي.خو د خیبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وايي،حکومت نیت لري چې په سرکاري سکولونو کې هم د پښتنو د ثقافت او امن په موضوع خصوصي سبکونه وښيي.
XS
SM
MD
LG