د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصرت بوټو مړه شوه


د پاکستان د پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بوټو کونډه او د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظير بوټو مور او د اوسني ولسمشر آصف علي زرداري خواښې نصرت بوټو د دوه اتيا کاله په عمر نن د اتوار ورځ د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې مړه شوه.

هغه له ډېره وخته راهیسې رنځوره وه.

نصرت بوټو په ۱۹۲۹ م کال په ايران کې پيدا شوې وه او په ۱۹۵۱ م کال یې له ذوالفقار علي بوټو سره واده شوی وو.

ميرمن نصرت بوټو دوه ځله د قامي اسمبلۍ غړې هم پاتې شوې وه.او د جمهوريت د بحالۍ په تحريک ايم آر ډي کې یې مهم کردار تر سره کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG