د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن لیبیا لنډمهالې اداره د ازادۍ ورځ اعلانوي


د لیبیا نوي مشران به نن په هیواد کې د اتو میاشتو د ولسي جګړې د پای ته رسېدو او د هغوی په خبره د وژونکي امر معمر قذافي له واکه د ازادۍ اعلان وکړي.

دا اعلان به د لیبیا په ختیځ ښار بن غازي کې وشي چېري چې د پخواني واکمن معمرقذافي پر ضد پاڅون پیل شوی وو. تمه ده چې د ازادۍ د اعلان په دې جشن کې به په زرګونه کسان برخه واخلي.

د ازادۍ دا اعلان له هغه درې ورځې وروسته کیږي چې له دوه څلوېښت کالو راهسې واکمن معمر قذافي د لنډمهالې شورا د ځواکونو له خوا تر نیول کیدو وروسته ووژل شو.

رپوټونه وايي چې تر اوسه پورې له اسلامي طریقې سره سم د قذافي د مړي د ښخولو په اړه لا کوم پرمختګ نه دی شوی.

د معمر قذافي کورنی د هغه د مړي د ورسپارلو غوښتنه کړېده چې دا مهال په مصراته ښار کې د خلکو ته د ښکاره کولو لپاره پروت دی .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG