د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پر پاکستان برید کېږي نو افغانستان به د خپلو وروڼو مرسته کوي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې له سخت دریځو سره د خبرو اترو غوښتنه کړېده.

په کابل کې د ولسمشرۍ له دفتر څخه خپور شوی بیان وايي چې ولسمشر کرزي د شبنبې په ورځ د پاکستان له جیو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل ، په کار ده چې په پاکستان کې له حقاني شبکې سره خبرې اترې وشي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ، که چیري د امریکا او پاکستان ترمنځ جګړه وي نو افغانستان به د پاکستان ملاتړ وکړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي دا هم تکرار کړه چې په راتلونکي میاشت کې به له امریکا سره پر سټرېټېجک تړون کار وشي. هغه یو ځل بیا وویل امریکايي ځواکونه دي د افغانانو پر کورونو چاپې ودروي.

د ښاغلي کرزي دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هلري کلنټن د سیمې سفر وکړ او پر پاکستان یې زور واچاوی چې د خبرو اترو ملاتړ دي وکړي او په خپله خاوره کې دي د اورپکو پټنځایونه له منځه یوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG