د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې شدیده وچکالي


د پکتیا ولایت نقشه
د پکتیا ولایت نقشه
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

ګردېز
- له تېرو څو کلونو را په دې خوا د افغانستان په ځینو برخو کې د وچکالۍ له امله فصلونه خراب او د خلکو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی دی.

په دې کې یو هم د پکتیا ولایت دی.

د پکتیا خلک وایې دښتې او څړځایونه یې په سپېرو ډاګونو بدل شوي باغونه او کروندې یې په وچیدو دي.

دوى له دولت او نړيواله مرستندویه مؤسسو د مرستې غوښتنه کوي.

دوی وایې، چې پخوا به یې د ژوند اړتیاوې له خپلوکروندو او مالدارى څخه پوره کولې خو د تېرو څو کلونو راهیسې چې بارانونه او واورې نشته نور کارېزونه هم یا خو وچ شوي او یایې اوبه ډېرې کمې شوي دي، چې فصلونه نشي خړوبولی.

دوى دا هم وايي چې د باغونو ډيرې ونې يې وچې هم دي.

د کروند ګرو ترڅنګ مالداران هم وایې، چې اوس څړځایونه خراب دي اوڅاروي یې په واښو نه مړیږي.دوى زياتوي، چې څاروي يې کم شوي او ډير تري هلاک شوي هم دي.

د پکتیا ولایت د کرنې او مالدارۍ ریيس اینجینر نیازمحمد لعلی وایې، چې رښتیا هم پکتیا وچکالۍ ځپلي.

((نیږدې ۵۰ سلنه للمي او ۲۰ سلنه ابي ځمکه له حاصلاتو پاتې شوي او په خبره یې، چې د جیولوجیکي سروې له مخې په پکتیا کې د ځمکې لاندې اوبه نیږدې ۱۶ متره لاندې لویدلي دي.))

د پکتیا د کرنې ریيس اینجینر لعلی زیاتوي چې د څړځایونو د نشتوالي له امله کوچیان هم سږکال دوې میاشتې وړاندې نورو سیموته وکوچیدل. اوپه خبره يې چې دوى اوس دومره څه په لاس کې نلري، چې د کروندګرو او مالدارانو سره مرسته وکړي.

د پکتیا چارواکي وایي، چې د وچکالۍ له امله نه یوازې داچې فصلونه خراب شوي بلکې د ژوند چاپېریال ته هم زیان رسیدلی دی، چې په دې برخه کې د نړيواله مرستندویه مؤسسومرستې ته اړتیا ده.
XS
SM
MD
LG