د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلکو امنیت ساتل د حکومت دنده ده.سوات قامي جرګه


پاکستان پوځ یوه بيانيه جاري کړې چې پکې راغلي ځايي خلک دې په خپله خوښه په خپلو سيموکې څوکی وکړي او دخپلو سيمو په ساتنه کې دې له حکومت سره مرسته کوي اوکه چرې دغه سيموکې وسله وال په نظرراشي نو دپاکستان پوځ ته دې اطلاع ورکوي.
پاکستان پوځ یوه بيانيه جاري کړې چې پکې راغلي ځايي خلک دې په خپله خوښه په خپلو سيموکې څوکی وکړي او دخپلو سيمو په ساتنه کې دې له حکومت سره مرسته کوي اوکه چرې دغه سيموکې وسله وال په نظرراشي نو دپاکستان پوځ ته دې اطلاع ورکوي.
نيازاحمدخان - مشال ريډیو -سوات

د سوات قامي جرګې له حکومته غوښتنه کړې چې په ولسي وګړو دې د شپې مهال څوکۍ نه کوي او دامن په نوم دې خلک نه تنګه وي
دسوات مرکزي ښارمينګوره کې دسوات قامي جرګه دجرګې مرستيال صدر محمد علي په مشري غونډه کې دجرګې د غړو په ګډون دسيمې سپين روبو هم په لوی شمير برخه اخیستې وه چې دسوات سيمې امن اومان جاج یې اخیستلو.

دغه جرګې په یوه ګډه اعلاميه کې له حکومته غوښتنه وکړه چې پکې د مينګورې ښارپه بعضوسيمو کې دپاکستان پوځ د شپې مهال په عامو خلکو څوکیداري کوي،جرګې د پوځیانو ددغه عمل غندنه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې دا کار دې بې له ځنډه ودرول شي.

دجرګې وياند ضياء الدين يوسفزي په خپاره شوي بیان کې وویل چې په سوات کې امن په ځای شوی دی او اوس حکومت ته پکار دی چې د سوات ولس ته د ژوند بینادي اسانتياوې برابرې کړي نه چې د امن په نامه خلکو ته تکلیف جوړکړي.

د پاکستان پوځ د مينګورې دملوک آباد او رنګ محلې خلکو ته غږ کړی وو چې هر کور دې په خپل وار د شپې وخت څوکیداري کوي چې د وسله والوطالبانو مخه ونیسي.
په سوات کې له تيرو درو کالو راهیسې په بيلو بيلو سيمو لکه تحصيل کبل، مټه ،چارباغ اونوروسيمو کې ځايي امنیتي ډلې په عام خلقو دشپې څوکئۍ په داسي حال کې کوي چې ورسره وسله نه وي او دډز اجازت ورته هم نيشته.
دتحصيل کبل ګالوچ سيمې يو زده کونکې چې په شپاړلسم جماعت کې سبق وايي، مشال ريډيو ته وویل چې دوی هره شپه دخپل کلي څوکۍ کوي اوکه چرې یې ونه کړي نو بیا دپاکستان پوځ دوی ته سپکونکې سزا ورکوي .زده کونکي زياته کړه چې دوی د شپې څوکی ورسته خپل تعليم هم جاري نه شي ساتلای خو څه وکړي مجبوري ده .

دجرګې له دغه غوښتنو ورسته دپاکستان پوځ یوه بيانيه جاري کړې چې پکې په عام ولس غږ شوی چې خلک دې د شپې مهال دخپلو سيمو ساتنه وکړه او که چا ونه کړه نو هغه به په طالبانو کې شمارل کېږي .
XS
SM
MD
LG