د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو اجنسۍ دامن لښکر مشر له خپلو ۴ ملګرو سره ووژل شو


د کوهاټ پر ډوډېر سړک باندي د اورکزو ايجنسۍ د امن لښکر يو مشر عزيزالرحمان د خپلو څلور ملګرو په ګډون په يو وسله وال بريد کي وژل شوی دی.
د پوليسو په وينا عزيزالرحمان د نورو ملګرو په ګډون د کوهاټ په جرمه سيمه کي د يوکس په جنازه کي تر ګډون کولو وروسته خپل کور ته په ګاړي کي روان و چي په لاره کي د مخکي نه ناست وسله والو پرې ډزي وکړې.

په دي پېښه کي يو تن ژوبل شوی هم دی. د پوليسو په وينا پنځه مړي او يو ژوبل کس د کوهاټ کې ډي ايم اې هسپتال ته وړل شوي دي.
د دغه هسپتال يوه ډاکټر سليم الله په دې اړه مشال راډيو ته وويل تر پيښي وروسته پوليسو سيمه په خپله ولکه کي اخستې او د پلټني عمليات يي پيل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG