د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې نښتو کې نهه تنه عسکر او ۱۴ وسلوال وژل شوي


د پاکستان د خيبر ايجنسۍ په باړه تاسيل کې د ملېشې سرتېرو او اورپکو ترمنځ په نښته کې نهه امنيتي سرتيري او څوارلس اورپکې وژل شوي دي.

د ملېشې ځواک يو مشر چارواکې وايي نښته هله رامنځ ته شوه چې ړومبی اورپکو د دوی په يوه چېک پوسټ بريد وکړو.

د پېښي په اړه يوه عيني شاهید خان کريم اپرېدي مشال ريډيو ته وويل، لومړی د ملېشې عسکرو په ډزو کې ګڼ کلي ولګېدل چې پکې د سیمې څلور تنه هم ژوبل شول.او تر شپږ ګنټو پورې جګړه روانه وه او د ملېشې عسکرو ډېرې درنې وسلې پکې استعمال کړلې.٬٬

خيبرايجنسي يوه له هغو اوو هغو څخه ده چرته چې وسلوال طالبان او القاعده په کې فعاله دي.د خیبر درې له لاري په افغانستان کې ميشت ناټو ځواکونو لپاره سامانونه هم وړل کېږي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG