د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د سرمایه داری خلاف د اوسنیو مظاهرو سببونه


دا په امریکا کې د وال سټریټ نیولو مظاهره چیان دي چې د اتوار ورځ په ۱۵ نېټه په ۲۰۱۱م کال د نیویارک په ټایمز چوک کې راوتلي وو.
دا په امریکا کې د وال سټریټ نیولو مظاهره چیان دي چې د اتوار ورځ په ۱۵ نېټه په ۲۰۱۱م کال د نیویارک په ټایمز چوک کې راوتلي وو.
بوریوال کاکړـ مشال ریډیو پراګ.

د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کې د بېنکدارانو ، سیاستوالو او د روان اقتصادي بحران پر ضد لاریونونه شوي دي.

په دي لړ کې تر ټولو پراخ او له تشدده ډکې مظاهرې د اټلي په پلازمېنه روم کې تر سره شوې چیري چې پولیسو د قهرجنو مظاهره چیانو د تیت وپرک کولو لپاره پر هغوی اوښکې بهونکی ګېس او د اوبو پاشلو ګزارونه وکړل.

په دې لړ کې په نیویارک کې هم اویا مظاهره چیان نیول شوي چې په ټایم سکوایر کې یې لاریون کاوو.

کېټلیزم(پانګوال نظام) په درو ستنو ولاړ دی،چې یو یې اقتصادي،بل سیاسي او دریم ټولنیز هغه دی.کیپټلیزم په ټولنیز برخه کې د ازاد کلتور پلوي دی،او په سیاسي هغه کې په ډموکراسۍ تکییه لري او د اقتصادي نظام لپاره یو پیاوړي بانکي نظام ته اړتیا لري.

د سرمایه دارانه نظام پر ضد په نیویارک کې د پیل شوي احتجاج لړۍ اوس نړیواله بڼه خپله کړې ده .د تېرې شنبې په ورځ د دوه اتیا اشیايي ، اروپايي ، افریقايي او امریکايي هیوادونو په نهه سوه یو پنځوس ښارونو کې مظاهرې تر سره شوې.

رپوټونه په امریکا کې خلک په دې راوتلي ، چې د سرمایادار نظام د نقصانونو په اړه خپل اواز پورته کړي، او د یو عام کس د مالي مشکلاتو د حل لپاره کار وکړي.

په امریکا کې دغه خلک وایي ، چې د نړیوالتوب یا ګلوبلایزیشن نه یوازې شته من خلک ګټه پورته کوي او له دې سره غریب لا د نورو مالي مشکلاتو سره مخامخیږي.

خو دا اوسنی نړیوال اقتصادي بحران ولې رامنځ ته شو.په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي،کېټلیزم(پانګوال نظام) په درو ستنو ولاړ دی،چې یو یې اقتصادي،بل سیاسي او دریم ټولنیز هغه دی.کیپټلیزم په ټولنیز برخه کې د ازاد کلتور پلوي دی،او په سیاسي هغه کې په ډموکراسۍ تکییه لري او د اقتصادي نظام لپاره یو پیاوړي بانکي نظام ته اړتیا لري.

خو دا وخت په دغه درو ستونو کې یوازې د بانکي نظام ستن کږه شوېده.چې په هغې کې له بانک چلونکو څخه د پور ورکو او بیرته ترې اخیستلو په لړ کې تېروتنې وشوې .بېنکي نظام له تېرو څه نا څه ۲۵۰ کلونو څخه را روان دی.نو چې کله بینکونه دیوالییه شو نو حکومت د دوی د بیرته په پښو ودرولو لپاره د خلکو نه را ټوله شوه مالییه،د نورو ملکونو نه پور او یا هم خپل سره زر و پلورل او دا پیسې یې بانکونو ته ورکړې.چې بانکونه بیرته په پښو ودروي ،ځکه چې ددې پرته خو نظام نه چلېږي.او دومره پیسې دومره نه وې چې بانکونه بیرته فعاله کړي.

نو د بانکونو په نظام کې د خرابیو له وجې ځوانان ولې په لاریونو را ووتل.؟

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي،په پرمختللو هیوادونو کې ځوانان چې عمرونه یې له ۱۵ نه تر ۲۵ پورې وي ،هغوی اکثریت تعلیمي زدکړې له بانکونو څخه په پور اخیستلو کوي.

ددغه ځوانانو تعلیم او روزګار دواړه په بانکي نظام ولاړ دي.نو د بانکي نظام له خرابېدو سره د ځوانان تعلیم او روزګاره دواړه متاثره شو.او ددې خرابۍ پر وړاندې دوه ډوله ردعمل رامنځ ته شو،چې تر غټه نیوکه پر حکومتونو راغله چې هغوی ناکامه شوي دي.دوی سم کار نه کوي.دویم دا چې دا سیسټم ناکامه دی.نو اوس د حکومت تر څنګ د سیسټم خلاف هم احتجاجونه روان دي.

په ملکونو لکه چین او هند کې هم د حکومتونو نه د خلکو امیدونه زیات دي ، چې له عمله یي په هغوی کې ناقراري په زیاتیدو ده. د چین د ولسي امنیت وزارت وایي ، په ۲۰۰۵ کال کې دوی د اووه اتیا زره ولسي ناقرارۍ کیسونو سره مخامخ شوي دي ، یعني هره ورځ دوه سوه اته دیرش مظاهرې شوی دي.

خو په یورپ او امریکا کې ددغه احتجاجونو به په نورو غټو اقتصادي ملکونو لکه جاپان چین او هند څه اثر پرېوزي.؟

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي،ددې روان بحران اثر به خامخا پر دغه هیوادونو پرې وزي.لومړی دا چې په دغه هیوادونو کې د مصارفو مارکېټ ډېر وړوکی دی،د دوی اکثره تولیدات په یورپ او امریکا کې منډۍ لري.نو چې کله هلته بحران راځي د دوی پر صنعتي پیدوار به هرومرو اغېز کېږي.او په دې سره تر ټولو زیات چین متاثره کېږي او هلته به ډېر زیات غربت رامنځ ته شي.

خو شنونکي وايي په اوسنیو تحریکونو او مظاهرو کې یوه خبره دا ده ه ده ، چې حکومتونه په نړۍ کې د اقتصادی بدلونونو له عمله په دې کې پاتي راغلل، چې د دغه بدلونونو وروستو د خپل ولس په مالي مشکلاتو قابو ومومي. نو په داسې حالاتو کې له دې اقتصادي بحرانه د راوتو لارې چارې څه کېدای شي.؟

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي،په اقتصادي ژبه کې دې ته ډیکوپلینګ decoupling ویل کېږي ددې مطلب دا دی چې کوم ملکونه په یو وخت له یوې مسلې سره مخامخ دي.خو د هغې د حلولو لپاره د وسایلو له حسابه خپل حل ورته لري نو دې ته ډیکوپلینګ ویل کېږي.او که چېري ملکونه بیل بیل له دې ستونزې نه شي وتلای نو بیا به په یوځای کوښښ کوی چې دا مسله هواره کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي په اقتصادي نظام کې تل کته پورته راځي او دا اوسنی هغه دې هم د تاریخ جبر وګڼل شي او په زغم او صبر دې انتظار واېستل شي چې بانکي نظام بیرته په پښو ودري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG