د پکتیکا د ولایتي شورا غړې ډاکټر امنه او د هغې مېړه د نا معلومو وسله والو کسانو په برید کې ټپیان شوي دي.
د پکتیکا ولایت چارواکو پېښه تایید کړې او ویلي، په ډاکټر امنه برید هله وشو چې هغه په مرکز ښرنه کې له خپله دفتره کور ته روانه وه.
میرمن امنه د پکتیکا ولایت د سید خیلو ولسوالۍ اوسیدونکې ده او اوس مهال په بګرام کې د نړېوالو ځواکونو روغتون ته د درملنې لپاره استول شوې.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان ویلي، چې د ډاکټر امنې ټپونه سرسري دي، خو ډاکټرانو د هغې دخاوند روغتیایي حالت یي د اندیښنې وړ بللې دې.
د نوموړي په وینا د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوې، خو تر اوسه پورې څوک نه دي نیول شوي او نه هم کومې ډلې د دې حملې مسؤلیت منلې دې.