د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې مصری اورپکی وژل شوی دی


رپوټونه وايي چې د مصر د یوه سخت دریځې ملا زوی په افغانستان کې امریکايي ځواکونو وژلی دی.

بنسټ پالو اسلامي ډلو ته یوې منسوبې ویب پاڼې خبر ورکړی دی چې اووه دیرش کلن احمد عمر عبدالرحمن په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی . د نوموړي پلار عمر عبدالرحمن په نیویارک کې په نولس سوه درې نوییم کال کې د بمي چاودنو په تړاو ونیول شو او اوس د ټول عمر بند سزا تیروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG