د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارک ګروسمین: له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکوو


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې مارک ګروسمین د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې سره په ګډې خبري غونډې کې ددواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو خبرو اترو په دوام ټنیګار وکړ.

هغه وویل چې د پاکستان له چارواکو سره یی په کتنو کې په راتلونکي ډېرې خبرې کړي.

لکه چې حنا رباني وویل موږ هڅه کوو چې د راتلونکي په اړه فکر وکړو او ستراتیژیکو خبرو اترو ته دوام ورکړو. هغې د کاري ډلو دکار په اړه خبرې وکړې چې واردمخه جوړ شوي، موږ په دې هم خبرې وکړې چې موږ څنګه خپلې هڅې په یوه منظمه لاره ددواړو خواوو د علاقه مندیو دترلاسه کولو لپاره په کار واچوو، او بیا په ګډه پر دې کار وکړو.

مارک ګراسمېن نن د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته رسېدلی دی. نوموړی په پاکستان کي د لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره ليده کاته کوي او د امريکا او پاکستان تر منځ د اړيکو سربېره د سيمي پر حالاتو خبري اتري کوي.

نوموړي تر دې مهاله د پاکستان له صدر اصف علي زرداري، د پوځ له سر لښکر اشفاق پروېز کياني او د بهرنيو چارو له وزيري حنا رباني کهر سره کتلي دي.

او دواړو لورو د پاکستان او امریکا تر مینځ په دوه اړخيزه معاملاتو خبری کړي. چې د امریکا او پاکستان دواړو لپاره اهمیت لري.
مارک ګراسمېن په داسي وخت کي د پاکستان سفر کوي چي تېره ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن داسې اشاره ورکړې وه چې د حقاني شبکې په ګډون له ټولو سره د سولې د تړون په لټه کې د امریکا ورونه پرانیستي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG