د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا:په مصر کې دې له زغمه کار واخیستل شي


په داسې حال کې چي په مصر کې له تشدد ډکو نښتو دوران مظاهره چيان او امنيتي سرتيري وژل شويدي ، امريکا غوښتنه کړي چي په مصر کې دي د برداشت څخه کار واخیستل شي او ويلي یې دي بايد چې په جمهوري ډول د واک د سپارني عمل دوام ولري.

سپيني ماڼۍ په خپل يو بيان کې ويلي دي هغوی په دې عقيده دي په داسې حال کې چې د مصر ولس خپل راتلونکې ته يو شکل ورکوي نو ضرور به د ځاي عيسايانو ترڅنګ د نورو اقليتونو د حقونو احترام په پام کې ساتي .

د اروپاۍ اتحاد مشرانو هم په مصر کې د تير اتوار په شپه رامنځ ته شوو فرقه ايزه نښتو باندي انديښني ښودلي ، په دي نښتو کې څلورویشت کسان وژل شويدي چي زياتره په کې د قبطي فرقې عيسايان دي . د اروپايي اتحاد مشرانو د مصر په موجوده چارواکو زور راوړی چي د مذهبي ازادی ته دې لومړیتوب ورکړي.

بلخوا د ويټيکن چارواکو هم په مصر کې د مذهبي نا ارامۍ غندنه کړي او په دغه هيواد کې يی د عيسا يانو سره د يوالي څرګندونه کړې. بلخوا په مصر کې يو تن ته په ۲۰۱۰ م کال کې د شپږ عيسايانو او يو مسلمان په وژنه د مرګ سزا ورکړل شوې . عيسايان چي د مصر د اتيا ميلينه ابادۍ لسمه برخه ده وروسته له دي کوڅو ته راوتي چي وروستۍ اونۍ په اسوان صوبه کې اسلامي سخت دريزو يو چرچ په جزوي توګه وران کړو.
XS
SM
MD
LG