د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر:بمي چاودنې یو کنټېنر او دوه ګاډي تباه کړل


د خیبر په لواړګي کې بمي چاودنې د یوه کنټېنر په ګدون دوه پوځي ګاډو ته زیان رسولی.۱۱م اکتوبر ۲۰۱۱م کال
د خیبر په لواړګي کې بمي چاودنې د یوه کنټېنر په ګدون دوه پوځي ګاډو ته زیان رسولی.۱۱م اکتوبر ۲۰۱۱م کال
د خیبر پولیټیکل چارواکي وایي، د خیبرپه لواړګي سیمه کې په تورخم دره باندې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو لپاره په ّ ټرالر کې بمي چاودنه شوه چې پکې د دوو پوځي ګاډو په ګډون ټرالر هم سوځېدلی دی.

په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د ځايي چارواکو په خبره د لواړګي او تورخم ترمینځ لویه لاره تر دوه ساعتو پوري تړلې وه .

د پیښور و تورخم تر مینځ په لویه لاره له تېرې اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو لپاره پر مال وړونکو ټینکرو او کنټینرو بریدونه تر سره کیږي، چې پړه یې اکثره وسلوال طالبان په خپله غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG