د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : د څلو بلوڅ ملتپالو مړي موندل شوي


د بلوچستان په خضدارکې لیویز چارواکي وايي د صوبې له بیلا بیلو سیمو نه د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي .

د پاکستان د بشري حقونو ادارې یا ایچ آر سي پي په صوبه کې د سیاسي کارکونکو په تښتولو او وژنې اندیښنه څرګنده کړی.

په مکران کې نوموړې ادارې مشر عبدالغني پرواز له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل ،په دې کې د خضدار د باغبانه سیمې نه د دوه کسانو مړي تر لاسه شوي دي. په دې کې یو کس د غلام الله په نوم و چې د بلوڅ قامی موومنټ نومي تنظیم جنرل سیکټري و. او بل کس د بلوڅ زده کونکو سازمان بي ایس او غړی و.

بل خوا دوه نور مړي د لیوزو د چارواکو په وینا د مکران نه هم د دوه کسانو مړي موندل شوي. چې دواړه بلوڅ سیاسي کارکونکي یادیږي.

د تیرې څو مودې راهیسې په بلوچستان کې د سیاسي کارکونکو د وژلو لړۍ دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG