د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر کرزي د وژلو سازش شنډ کړل شو


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د خپل وژل شوي ورو احمد ولي کرزي فاتحه اخلي.نېټه ۱۳ جولايي ۲۰۱۱م کال
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د خپل وژل شوي ورو احمد ولي کرزي فاتحه اخلي.نېټه ۱۳ جولايي ۲۰۱۱م کال
د افغانستان د ملي امنیت ادارې د شورو ورځ په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي د وژلو پلان لرلو په تور شپږو تنه نیولي دي.

د ملي امنیت اداره وايي په نیول شویو کې یو د افغان ولسمشر دامنیتي ساتونکو په ډله کې یې یو داسې کس نیولی دی چې د دوی په خبره القاعده ته یې د ولسمشر د وژلو سازش عملي کولای شوای.

د ولسمشر ساتونکی هم نیول شوی

د ملي امنیتي ریاست ویاند لطف الله مشعل پرون د شورو ورځ ناوخته له خبرالانو سره په خبرو کې وویل چې نیول شوی تن د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ د کرز د کلي اوسېدونکی او د القاعدې له شبکې سره یې د اړیکو په لرلو اعتراف کړی دی.

د ملي امنیت اداره لا هم هڅه کوي، چې له دسیسې سره نور تړلي کسان هم ونیسي، چې ښايي یو ژورنالیست، څو ملکي چارواکي ، ښوونکي او زده کونکي په کې شامل دي.

نوموړی وايي، نیول شوی کس محب الله احمدي نومېږي چې د امورو ادارې په لومړۍ دروازه کې د ولسمشر کرزي د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله نیول شوی او اعتراف یې کړی دی.دې ساتونکي کولای شوای چې د خپل کارډ به اتبار د ولسمشر ودانۍ (جمهوري ریاست) ته په اسانۍ سره ننوځي.ده کولای شوای چې د القاعدې په لاس د ولسمشر د وژلو لپاره لاره هواره کړي.

له القاعدې سره د اړیکو لرلو په تور د جمهري ریاست دغه ساتونکی په داسې حال کې نیول کېږي چې په دې ورستیو کې د دولت د لوړپوړو چارواکو او قومي مشرانو وژنه او ترهونه د پخوا په پرتله ډېره زیاته شوېده.

مسلکي کسان نیول شوي

لطف الله مشعل دا هم وویل چې له القاعدې سره د تړاو لرلو په شک یې یوه ډله نیولې چې اکثره غړي یې د پوهنتون استادان او زدکونکي دي.دی وايي د دې ډلې نیول شوي ټول کسان باسواده او دالقاعدې له نړیوالې شبکې سره اړيکي لري.

دا کسان چې د ولسمشر د وژلو د سازش کولو په پلان تورن دي، تقریباً ټول لوړې زده کړې لري او چارواکو ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې یې د القاعده له بهرنیو شبکو سره یې اړیکي درلودل.

ده وویل دغه شپږ مشکوک کسان د کابل طبي پوهنتون استاد
ډاکټر اېمل حبیب ،د سلام نجي پوهنتون زدکونکی پروېز ،د پوهنتون زدکونکی عبدالحمید مشعل،د طبي پوهنتون د ځلورم ټولګي زدکونکی رحمت الله رامین،د جمهور ریس امنیتي ساتونکی محب الله احمدي او کابل د کولوله پوشته سیمې اوسېدونکی عبدالبشر دی. چارواکو ویلي، چې په دې ارتباط تحقیقات دوام لري.

په امنیتي ارګانونو کې ستونزه

د افغانستان په امنیتي ادارو کې د القاعده او دوسله والو مخالیفینو د نفوذ اندېښنه په دا وروستیو کې زیاته شوې او په ځینو پېښو کې لیدل شوي هم دي چې القاعدې ورڅخه کار اخیستی.

د چاروشنونکي وايي چې د امنیتي اورګانونو په لیکو کې د ګمار شویو کسانو پېژندګلو او څارنه په کره توګه نه ترسره کېږي خو چارواکي وايي په دې برخه کې یې د څار لړۍ پراخه کړېده.


په دې اړه د جرمني خبري اژانس لیکنه

د جرمني د خبري اژانس ″ډي. پي. آ″ په حواله، د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، چې د جمهور ریس حامد کرزي د وژلو په تور نیول شویو کسانو د سترو حملو پلانونه درلودل.

چارواکو ویلي، نیول شویو کسانو غوښتل په نیویارک او واشنګټن کې ترهګر بریدونه وکړي.

اژانس د افغانستان د ملي امنیت ادارې په حواله لیکلي، چې په نیول شویو کې یوه تن حبیب ، په ګوانتنامو کې له یوه پخواني زنداني او یوه عرب سره په شمالي وزیرستان کې اړیکې ټينګې کړې وې.

له شپږو نیول شویو کسانو سره د ځانمرګو حملو واسکټونه هم نیول شوي دي او په شمالي وزیرستان کې یې د تروهګرو فعالیتونو زده کړې، تر سره کړي دي.

چارواکو نه دي ویلي، چې پر ولسمشر کرزي د حملې دا پلان تر کومه حده پوخ شوی و، خو تورنو کسانو تیره میاشت د دې حملې د ترسره کولو تمرین کړی و.

د القاعده مستقیمه لارښوونه:

دې ادارې ویلي، دا کسان د حملې ترسره کولو ته ډیر نږدې وو او په وزیرستان کې د القاعده د وسله والو په مستقیمه لارښونه یې فعالیت کاوه.


د فرانس پرس خبري اداره

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي، چې شپږ واړه نیول شوي کسان په کابل کې د طبي زده کړو د پوهنتون د یوه ښونکي سید اقا له خوا د القاعده ډلې ته ور معرفي شوي وو.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې سید اقا په شمالي وزیرستان کې، له دوو تنو سره چې یو مصری او بل بنګله دیشی دی، په ارتباط کې وو او د جمهور ریس حامد کرزي د ساتونکي محب الله څخه پرته نوره ټوله ډله تیره میاشت شمالي وزیرستان ته تللې وه.

چارواکو ویلي، چې دغې ډلې یوه بانکي حساب ته لاس رسی درلود، چې تقریباً یو نیم لک ډالر په کې وو.

یوه افغان حکومتي چارواکي د خپل نوم د پټ پاتې کیدو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې د ملي امنیت اداره لا هم هڅه کوي، چې له دسیسې سره نور تړلي کسان هم ونیسي، چې ښايي یو ژورنالیست، څو ملکي مامورین، ښوونکي او زده کونکي په کې شامل دي.

ځنځیري وژنې:

په وروستیو څو میاشتو کې په افغانستان کې د پیژندل شویو دولتي او غیر دولتي چارواکو د وژل کیدو سلسله روانه ده. د ولسمشر حامد کرزي ورور او د کندهار د ولایتي شورا پخوانی رییس احمد ولي کرزی او د سولې د عالي شورا پخوانی رییس برهان الدین رباني یې بیلګې ګڼل کیدای شي.

د فرانس پرس په وینا، د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي، چې برهان الدین رباني د یوه پاکستاني له خوا وژل شوی دی او دا حمله په پاکستان کې پلان شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG