د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او افغانستان ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ


دافغانستان ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې دهند په دوه ورځني سفر دې چې له پاکستان سره یې دهیواد تعلقات کړکیچن دی. پرون نوموړي دهند سرښار نوي ډیلي کې د دې هیواد د وزیر اعظم منموهن سینګ سره خبرې اترې کړي اود دواړو هیوادونو ترمنځ داقتصادي او امنیتي اړیکو ټینګولو په لړ کې یې د سټرېټیجیکي تړون لاس لیک کړې. ددې وروسته ښاغلي کرزي دوزیراعظم منموهن سینګ سره یوې ګډ ې خبري غوندې ته وویل.

ښاغلې کرزې هند ته سږکال خپل دا دویم سفر وروسته له هغې کوي چې دهند په دودیز دښمن پاکستان یې له وسله والوطالبانو سره د مرستو تورلګولی دی.

ولسمشر کرزی به نن په نوي ډیلي کې په خپله یوه وینا کې د جنوبي اشیا د راتلونکې په اړه خپل لیدلوری څرګندوي.

په دې ورستیو کې دپاکستان او افغانستان تعلقات له هغې ورستو تاوجن شو چې امریکا او افغانستان په پاکستاني استخباراتي ادارې آی اېس آی له هغه وسله والو ډلو سره دمرستو تورولګو چې تیره میاشت یې پخوانی افغان ولسمشر برهان الدین رباني ووژلی.

کابل وايي پاکستان د استاد رباني د وژنې په تحقیقاتو کې له همکارۍ انکار کړی .خو په کابل کې د پاکستان سفیر افغان پلټونکو ته په یوه استول شوي لیک کې د مرستې ژمنه کړې.پاکستاني چارواکي د وسله والو سره له مرستې انکار کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG