د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د لوډشېډینګ ضد احتجاجونه


د پاکستان په زياتره ښارونو کي د لوډشيډنګ خلاف مظاهري روانې دي.
د پاکستاني رسنيو ترمخه له تيرو دريو ورځو راهیسي د مظاهرو پرمها ل ځای پرځای بلوه ګرو مظاهره چيانو د بجلۍ رسولو ادارې دفترونه سوځولي دي.

دا رنګ د پوليسو لخوا په مظاهره چيانو تشدد شوی او يو شمير یې نيولي هم دي. د پنجاب صوبې په ګوجرانوله کي مظاهره چيانو د سرکاري ايمبولينسونو په ګډون يوشمير ګاډو ته اور ورته کړی او په دوه بېنکونو يي هم حمله کړېده.

بلخوا په خيبر پښتونخوا کي په لوډشيډنګ قابو موندلو لپاره د اسمبلۍ غونډه رابلل شوي وه چي پکې د پيښور اليکټرک سپلاۍ کمپني چارواکي هم رابلل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG