د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: دوو ځانمرګو بریدونو ۴ تنه وژلي ۱۹ ژوبل


د افغانستان په کندهار ولایت کې د دوو ځانمرګو بریدونو پر مهال د یوه ماشوم په ګډون ۴ کسان وژل شوي دي.او څه نا څه ۱۹ نور زوبل دي.

له سیمې د مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، لومړۍ پېښه د حاجي عرب په سیمه کې شوې ده چې د کندهار دویمه ناحیه ده. د افغانستان د سرحداتو د چارو وزیر اسد اله خالد ویلي، د برید هدف دی وو.

د کندهار د والي ویاند زلمی ایوبي وايي یوه کس غوښتل پر خپل موټر سایکل چاودېدونکي توکي ښار ته ویسي چې وچاودېده او دی په کې ووژل شو. په دې پېښه کې ۱۹ کسان ژوبل شوي دي چې په کې ماشومان هم شامل دي.

دویم ځانمرګی برید د کندهار له هوايي ډګر سره د ملي پوځ د ۲۰۵ اتل قول اوردو په ودانۍ کې شوی دی چې په کې د ځانوژونکي په ګډون، دوه کسان وژل شوي دي. په دې پېښه کې دوه کسان ژوبل هم دي. دا ټول ښکار شوي د ملي اوردو سرتېري دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG