د لاسرسي ځای

تازه خبر

آکسفام: په افغانستان کې د ښځو حقوقو ته خطر ورڅېرمه دی


د بشري حقونو لپاره کار کوونکې ادارې اوکسفیم ویلي له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتو سره، او د حکومت لخوا له طالبانو سره د سولې د تړون کول ښايي په دې هیودا کې د ښځو حقونو ته خطر ور پېښ کړي.

په یوه تازه رپورټ کې اوکسفیم ویلي، په ۲۰۰۱ز کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ، تر حملې وروسته د ښځو په حقونو کې ښه والی راغلی دی. لکه تر هغه وخت وروسته د نجونو لپاره د طالبانو د دور پرتله د ښوونځیو شمېر ډېر په چټکۍ لوړ شو.

په خپل رپورټ کې اوکسفیم دا خبرداری هم ورکړی دی چې د تاو تریخوالي له زیاتېدو سره ښايي راتلونکې غیر یقیني وي. او دا چې له طالبانو سره د سولې تړون ښايي لاس ته راوړنې په سیند لاهو کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG