ګل ایاز، مشال راډیو
پراګ - امریکا د ازبکستان ستاینه کړې ده چې ورسره یې په افغانستان کې پوځیانو ته د سامان د وړلو لپاره لار ورکولو اعلان کړی دی.
امریکا په دې خوښې ښودلې ده چې اوزبکستان ورسره افغانستان ته د سامان وړلو لپاره د لار ورکولو په ترځ کې همکاري کړې ده.
د پنجشنبې په شپه ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: ((موږ له ازبکستان سره د خپلو اړیکو قدر کوو. هغوی په شمال کې وېش په شبکې کې له موږ سره ډېره مرسته کړې ده. هغوی په افغانستان کې د بیا ودانۍ په ترځ کې هم ډېره مرسته کړې ده. هغوی له افغانانو او افغان حکومت سره د بیا ودانۍ لپاره او د افغانستان د باثباتۍ، پرمختګ او سولې لپاره په مرستو لګیا دي.))
دا بیان پر داسې مهال راغلی دی چې د چار شنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د اوزبکستان مشر اسلام کریموف ته ټیلي فون کړی وو او له هغه یې غوښتي ول چې ورسره دې افغانستان ته د سامان وړلو لپاره د لارو په پراخولو کې همکاري وکړي.
د پاکستان د تورخم او د چمن د پولو څخه هره ورځ په سلګونو ګاډی افغانستان ته د ناټو لپاره سامانونه وړي.
د پاکستان او د امريکا ترمينځه پيچلو اړيکو له کبله امريکا د سامانونو د ليږلو لپاره اوزبکستان د متبادل لاري په توګه په استعمالو غور کوی.
له دې ګام سره د پاکستان اقتصاد څومره اغيزمن کيدي شي او څومره امکانات لري چې د اوزبکستان د لاری د ناټو د سامانونو وړل ممکن شي؟ په دې اړه د ګل ایاز شننیز رپورټ دلته اورېدای شئ:
رویټرز خبري اژانس لیکي امریکا له اوزبکستانه دا غوښتنه ځکه کړې ده چې د پاکستان و امریکا اړیکي ترینګل شوي دي او له پاکستانه د سامان وړلو د لار په اړه اندېښنې دي.
د چارشنبې په ورځ، اوباما، کریموف ته د ازادۍ د ۲۰مې کالیزې مبارکي هم ورکړه او د افغانستان د ثبات او پرمختګ په اړه یې سره خبرې وکړې.
په تېر مهال کې امریکا، د اسلام کریموف پر حکومت د بشري حقونو پر معاملې انتقاد کړی وو.
رویټرز خبري اژانس لیکي، په امریکا کې تېره اوونۍ د سېنېټ د مرستو لپاره تخصصي کمېټۍ یو بل منظور کړی وو چې تر مخې به یې پر اوزبکستان د مرستو بندیزونه ختم شي. خو دا به یواځې په دې صورت کې کېږي چې د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ووايي چې افغانستان ته له اوزبکستانه د رسیدګۍ لپاره د دې کار اړتیا ده.
امریکا، اوزبکستان ته په ۲۰۰۴ز کال کې پوځي مرسته د دې هېواد د بشري حقونو د رېکارډ له کبله درولې وه.

اوزبکستان امریکا ته لاره ورکړه