د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر پینځو کسانو بندیزونه لګولي دي


امريکا د ترهګرو سره د ملاتړ په تور پنځه کسان په تورليسټ کې شامل کړي او بنديزونه يې پرې لګولي.

د امريکا د ماليې وزارت وايي چې په دې پنځوو کسانو کې يو قوماندان عبدالعزيز اباسين دی چې د طالبانو له خوا د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ ولسوال ټاکل شوی او د طالبانو د روزنې يو مرکز لري. پر څلورو نورو کسانو، حاجي فيض الله خان نورزي، حاجي مالک نورزي، عبدالرحمان او فضل رحيم د طالبانو، حقاني ډلې او القاعده سره د مالي مرستو د تورونو له وجې پابنديانې لګول شوي. د دې بنديزونو ترمخه به په امريکا کې د دوی مالي اثاثې منجمدې يا کنګل کړل شي او هيڅ امريکايي به نه شي کولی د دوی سره کاروبار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG