د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر موږ دې تورونه نه لګول کېږي: ګیلاني


د پاکستان وزيراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي چې امريکا دې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان قربانيانې هيرې نه کړي او پر دوی دې تورونه نه لګوي.

ګيلاني د امریکا له خوا د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ايس آی او د حقاني د ترهګرې ډلې ترمنځ د اړيکو له تورونو وروسته په رابلل شوي ټول ګونديزه غونډه کې وويل: (( پر پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د نور کار لپاره دباو نه شي اچول کيدلی. په هر حال کې دې زمونږ د قومي ګټو احترام وساتل شي. د امريکا د لوړپوړو چارواکو له خوا ورکړل شوي بيانونه د حيرانۍ وړ ده چې د ترهګرۍ او بنسټ پالنې پر وړاندې د پاکستان د ورکړو قربانيانو بيخي برعکس ووو.)) بل خوا د آيي، ايس، آيي مشر شجاع پاشا هم ويلي چې دوی د حقاني د ډلې سره هيڅ اړيکې نه لري. ياده دي وي چې د امريکا د ګډو پوځونو مشر ايډميرل مايک مولين د امريکا سينټ ته ويلي وو چې آيي، ايس، آيي د حقانې د ډلې سره ښه تعلقات لري چې په شمالي وزيرستان کې ميشته ده او په افغانستان کې پر امريکايي او افغان ځواکونو بريدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG