د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصري اخوان المسلمین دړکې ورکړې


په مصر کې د اخوان المسلمين په ګډون شاوخوا ۶۰ سياسي ګوندونو او ډلو ګواښ کړی دی که یې پوځي واکمنان د انتخاباتو قانون بدل نه کړي نو دوی به د نومبر په مياشت کې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه نه اخلي.

دوي غوښتنه لري چې په انتخاباتو کې دې بدلون راشي چې له مخې يي سياسي ګوندونه نه شي کولې چې د پارلمان د چوکیو په دريو کې يوه برخه چې د آزادو اميدوارانو لپاره ځانګړې ده، ورته ودريږي

دغه ګوندونه غواړي چې د ټولو چوکیو لپاره مقابله وکړي. او وايي چې له اوسني قانون سره کېداي شي د لري کړل شوي پخواني ولسمشر حسني مبارک د وخت سياسي واکنمان په پارليمان کې برخه من شي . دوی پوځي واکمنانو ته د یکشنبې تر ورځې پورې وخت ورکړې

بل خوا په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د چارشنبې په ورځ د مصر د بهرنیو چارو له وزیر محمد کامل امر سره د لیدلو پر مهال وویل، هیله لري د مصر واکمنه شورا به زر بیړني قانون لری کړي.

مېرمن کلنټن وايي ، "موږ په مصر کې د بیړني قانون د لري کولو حوصله افزایی کړې او کؤ به یې. سترې شورا ويلي چې داسې به د 2012م کال پورې وکړل شي، موږ هیله لرو چې داسې به تر ټاکل شوي وخت زر وشي، ځکه چې زموږ په فکر دا د قانون، انصاف او د مصر د خلکو د حقونو د ساتنې پر لور یو مهم ګام دې. چې دا ډول د آذاد او جمهوري انتخاباتو لپاره لاره جوړه کړل شي."

د مصر د پوځ واکمنې سترې شورا په دې اونۍ کې اعلان کړې و چې د روان کال د نومبر پر 28مه نېټه به په هیواد کې پارلماني انتخابات تر سره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG