د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په هرات کې د واده پر ګاډي چاودنه وغندله


دامریکا متحده ایالتونو دافغانستان د هرات ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د ولسي کسانو پر موټر شوې چاودنه غندلې ده . داپېښه چې دنهې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوه دمیرمنو او ماشومانو په ګډون پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۴ کسان نور ژوبل شول.

دهرات د والي ویاند محي الدین نوري وايي دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د واده د ورا (جنج) یو موټر پر ښخ شوي ماین وربرابر شو ، په نوموړي ولایت کې دا لومړۍ پېښه نه ده ، بلکه تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې رامنځ ته شوي دي.

د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د دولت د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد كې اته تنه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د امينه قوماندانۍ د ګډې قرارګاه مرستيال سمونوال اسماعيل خان هوتك وويل چې دغه امنيتي پوسته د مركز لښكرګاه او كندهار تر منځ د نښلوونكي ٦٠١ نمبر سړك تر غاړې وه، چې د دولت د مخالفينو لخوا پرې حمله شوې او جګړې شاو خوا ۱۵ دقيقې دوام كړى چې په ترڅ كې يې اته پوليس وژل شوي، درې ټپيان دي او د بريد كونكو له ډلې هم د يوه تن جسد په سميه كې پاته شوى دى.

د هوتك په خبره چې يو پوليس لادركه دى او پاته نورو تر اخره مقاومت كړى خولادركه پوليس داسې ښكاري چې د دولت له مخالفينو سره يې اړيكې درلودلې خو په دې اړه به پلټنې كوي.

سرچينه وايي چې په وژل شويو پوليسو كې يو قوماندان لومړى څارن تيمورشاه هم شامل دى .

له دې پيښې څخه شاخوا ۱۶ ساعته وړاندې هم په لښكرګاه ښار كې د يوه موټرپه وسيله په شوي ځان وژونكي بريد كې د چارواكو په وينا ۲۸ ملكي وګړو او دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG