د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا د سرت ښار په څنډو کې سخته جګړه روانه ده.


په نړيواله توګه په رسمیت پېژندل شوې د ليبيا د نوې لنډ مهاله واکمنې ډلې پوځونه د لرې کړل شوي واکمن معمر قذافي پلارني ښار سرت مشرقي برخو ته ننوتي دي.


د ليبيا د رسنيو د رپورټونو له مخې په سرت ښار کې د معمر قذافي د وفادار پوځ او د نوې لنډ مهالې واکمنې ادارې د پوځونو ترمنځ په لارو کوڅو کې جګړه راوانه ده او د ناټو الوتکو هم په سرت ښار کې د معمرقذافي په پوځونو بريدونه کړيدي.

د ليبيا د عبوري حکومت وزيراعظم محمود جبريل ویلي دي په دې هيواد کې دملګرو ملتونو مشن لا سرت ښار ته نه دي رسيدلی. نوموړي د ناټو لخوا د عملياتو په غځولو خوښي څرګنده کړې.

د بشري حقونو ادارو د سرت او د معمر قذافي د کڼترول لاندي ښار بن وليد کې خلکو ته د خوراک او دوايانو په رسولو د انديښنو څرګندونه کړي.
د معمر قزافي د اوسيدو ځای نه دی معلوم ،خو يو وياند يي د ګل په ورځ ویلي وو معمر قذافي به په ليبيا کې وي او د نوي حکومت پر ضد به جنګيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG