د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په خپله خاوره د چینايي اورپکو د وهلو ژمنه کړې


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هوډ وکړ، د هغو چینايي اورپکو پر ضد به جګړه وکړي چې د دې هېواد په قبایلي سیمو کې پټ دي.

رحمان ملک دا خبره د چین د عامه امنیت له وزیر مینګ ژیانژو سره په کتنه کې وکړه.

مینګ په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکې خړ پړ شوي او متحده ایالات امریکا وایي، پاکستان په قبایلی سیمو کي د هغو وسله والو ملاتړ کوي چي په افغانستان کي حملې کوې.

ویل کیږي چي د چین د لویدیځ ولایت ژینژیانګ مسلمان یوغور اورپکي هم د پاکستان په قبایلي سمیو او پتېره په شمالي وزیرستان کې روزل کیږي او له نورو وسله والو سره یو ځای د افغانستان د پولې په اوږدو کي فعالیت کوي.

دغو وسله والو پیکنګ ته هم ګواښونه راڅېرمه کړیدي.

د امریکا متحده ایالاتو له اسلام آباد څخه په ټینګه غوښتې چي په شمالی وزیرستان کي د وسله والو پر ضد دي کټلي ګامونه پورته کړي خو اسلام آباد تر اوسه پدې اړه زیات څه ندي کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG