د لاسرسي ځای

تازه خبر

بان، احمدي نژاد ملامته کړی دی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد سره لیدلي دي.

بان کي مون، احمدي نژاد پنجشنبې په ورځ عمومي شورا ته د پر کړې وینا ملامت کړی دی. احمدي نژاد د هغې وینا پر مهال ویلي ول چې مغروره ځواکونه پر هر کس بندیزونه لګوي، یا یې پر ضد پوځي ګامونه اخلي چې د یهودیانو ټولوژنه یا پر امریکا شوي د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه تر پوښتنې لاندې راولي. بان، احمدي نژاد ته ویلي د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو، او د یهودانو د ټولوژنې په ډول له تاریخي حقایقو انکار کول، یا دا تر پوښتنې لاندې راوستل د منلو وړ نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG