د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورېښمو د نوې لار غونډه


د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت وايي چې په نیویارک کې پرون د ملګروملتو د عمومي اسمبلې د غونډې ترڅنګ د ورېښمو د نوې لارې په نامه يوه ناسته وشوه.

د بهرنیوچارو وزارت ویاند جانان موسا زي وویل چې په دې ناسته کې د افغانستان د ګاونډیانو او د امریکا او جرمني په ګډون د نړۍ د ۲۷ هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو او جګپوړو چارواکو ګډون پر ځينو پرمختيايي پروژو په اړه خبرې وشوی چې پکې د ګيس د پايپ لاين او ريل ګاډي د پټلۍ د غځولو د پروژو تر څنګ ځينې نورې شاملي دي. د موسا زي په وینا د ورېښمو د نوې لارې د طرحې هدف د افغانستان او سیمې په کچه د اقتصادي او تجارتي اړیکو لاټینګول او پیاوړي کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG