د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي اته هیوادونو د ډموکراسۍ پلو عرب هیوادونو ملاتړ وکړ



د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادو (جي اته) د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې ژر به د هغو عربي هیوادو اقتصادي او سیاسي ملاتړ وکړي چې د ډیموکراتیکو اصلاحاتو خوا ته روان شوې دي.

په یوه بیان کې چې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ تر څنګ د سې شنبې په ورځ تر غونډې وروسته خپور شو، د جي اته هیوادو وزیرانو د عرب پسرلي په نوم د عربي هیوادو پاڅونونه وستایل او څرګنده یې کړه چې ډيرې هیلې ورته شته. دغو وزیرانو وویل چې عرب پسرلی هغه پاڅون دی چې پکې خلک ډيره ازادي، عدالت او بشري درناوی غواړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الین ژوپې وویل، تر اوسه له مصر، اردن، تیونس او مراکش سره د راتلونکو دو کلونو په مخه د شاخوا اتیا میلیارډه ډالره مرستو ژمنه شوې ده.

د نړۍ په اتو سترو صنعتي هیوادو کې بریتانیا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، امریکا او روسیه شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG