د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د شییعه ګانو د وژنې پرضد ۷ ورځنۍ ویر


په وژل شویو کې د څلور مړي بولان میډیکل هسپتال ته وړل شوې
په وژل شویو کې د څلور مړي بولان میډیکل هسپتال ته وړل شوې
په کوټه کې شییعه کنفرانس په دې ښار کې د پرونې پیښې له امله چې د دوې شاخوا دیرش تنو ته مرګ ژوبله اووښتې د اوو ورځو ویر اعلان کړی دی.

پرون د نهې په ورځ له کوټې ایران ته تلونکي په یوه بس کې لږترلږه ۲۶ مساپران د کوټې مستونګ پر لوی سړک د نامالومه وسلوالو لخوا ټک په ټکه په ډزو کې وژل شوي او بیا ددوې د مړو د پورته کولو لپاره په راغلو کسانو هم برید شوی او درې تنه یی وژلي دي.

د مشال رډيو خبریال د خبر له مخې په دې پیښه کې ۴ نور ژوبل دي.

او په ښار کې نن سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

پولیس وايي ،مرګ ژوبله د کوټې ښار اوسېدونکو هزارګانو ته اوښتې چې په شییعه مسلک پورې اړه لري او زیارت په تکل وتي وو.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې چې په هغو کې د شییعه مسلمانانو پر وړاندې د سني سخت دریځو ډلو لخوا په بیا بیا بریدونه هم په زیاتېدو دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې چې په هغو کې د شییعه مسلمانانو پر وړاندې د سني سخت دریځو ډلو لخوا په بیا بیا بریدونه هم په زیاتېدو دي.

سږ کال په کوټه کې د تېر وړوکي اختر په لمانځه کې هم له بمي بریده ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې .

د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په کوټه کي د ډي آی جي آپرېشن حامد شکيل سره په دې اړه خبري کړي او په لومړي سر کي يې ورنه پوښتلي چي په دې پېښو کي د ککړو کسانو په ضد حکومت او امنيتي ادارو تر اوسه څه ګامونه پورته کړي دي؟ ډي آی جي آپرېشن حامد شکيل يې په ځواب کي وايي،

له ډي آی جي آپرېشن حامد شکيل سره د احمد شاه اعظمي مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG