د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان تعلقات ډېر سخت خراب دي


په پاکستان کي د امريکا سفير کيمرون منټر ويلي دي سږ کال د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکي تر بل هر وخت ډير زیات کړکيچن شوي دي،.نوموړي په راتلونکې کي د دې کړکيچ په پاتې کيدو هم انديښنه وښودله.

د امريکا په نيويارک ښار کي د اېشییا سوسايټي لخوا جوړې شوې يوې دستورې ته په خپله وينا کې کيمرون منټر وويل د مې مياشتې په دويمه نيټه په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن د وژل کيدو وروستو د پاکستان او امريکا ترمنځ په اړيکو کې کړکيچ رامنځ ته شوی دی .

هغه دا خبره ومنله چي په ځینو برخو کې پرمختګ هم شوی دی .دده په خبره چې د پاکستان او هند ترمنځ اړيکي د تير وخت په پرتله ا وس ښه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG