د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند، نیپال او چین کې زلزلې ۶۵ کسان وژلي


په هند، نیپال او چین کې د زوروې زلزلې له کبله د وژل شوو شمېر شا و خوا 6۵ تنو ته رسیدلی دی .

د تير اتوار په ماښام راغلې زلزله کې شاوخوا دوه نيم سوه کسان ژوبل شوي هم دي ، د هند د کورنو چارور سکرېټري ويلي دي تر ټولو زيات کسان په سکم رياست کي وژل شوي چې شمير يې پنځه ديرش دي.

د هندي رسنيو له مخي تر دې دمه په بنګله ديش کي پنځه ، بهار کي دوه ، نيپال او تبت کي اووه اووه کسان د زلزلي له امله وژل شوي دي.

ياده دې وي چي وړمه ورځ په هند کي د یکشنبې په ماښام ناوخته د ۶،۹ زور زلزله راغلې وه چې له کبله یې ځمکه ښوېدلې ده او ودانیو ته یې زیان رسولی دی.

د زلزلې مرکز د هند په سکم ایالت کې دی چې له نیپال و چین سره پر پوله پروت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG