د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې پر کورونو چابې غوسه راپاروي


د امریکايي کار پوهانو ډلې یو تازه رپورټ وايي چې په افغانستان کې د شپې پر مهال د نړیوالو پوځي ځواکونو زیاتېدونکې چاپو غوسه زېږولې ده چې دا په دې هیواد کې د جګړې د میدان لاس ته راوړنې زیانمنوي.

د اوپن سو سایټي فاونډېشنز په دې رپورټ کې ویل شوي که څه هم ناټو و امریکايي ځواکونو د شپې د چاپو د کولو په طریقو کې مهم پرمختګ کړی دی خو د داسې چاپو ډېر زیاتوالي خپګان را منځ ته کړی دی.

څېړونکي وايي د ناټو د چارواکو تر مخې، په تېرو میاشتو کې د یوې شپې پر مهال تر ۴۰ پورې چاپې وهل شوې دي.

بهرني سرتېري وايي دا چاپې د طالبانو د یاغیتوب پر وړاندې د جګړې بهترینه لار ده خو افغان ولسمشر حامد کرزي د دې په بیا بیا غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا د وګړو د شخصي حریم سرغړونه ده او دا له هغو طالبانو سره د خبرو هڅې زیانمنوي چې وسله غورځولو ته ښايي تیار وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG