د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان پوځي سرمشرانو لیده کاته کړي


د امریکا د دفاع وزارت ویلي لوړ پوړو امریکايي او پاکستاني پوځي مشرانو له یو بل سره لیدلي دي چې خراب اړیکي بیا سم کړي.

د دواړو هېوادونو اړیکي د بېلا بېلو مسلو له کبله ترینګل شوي ول. د پینټاګان یوه ویاند د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي ته ویلي د امریکا د ټولو ځواکونو مشر ایډمرل مایک ملن په هسپانیې کې د جمعې په ماښام د ناټو د یوې غونډې په څنګ کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره ولیدل.

د روان زېږیز کال د مې په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې امریکايي ځانګړو ځواکونو د پاکستان له خبرولو پرته عملیات وکړل او اسامه بن لادن یې وواژه. تر دې وروسته د دواړو هېوادونو د پوځي مشرانو تر منځ دا لومړۍ لیدنه وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG