غلام غوث، مشال راډیو
تېمر ګره - د پاکستان وسله والو طالبانو د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې پر جنازې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
په کوز دیر کې تر شوي ځانمرګي برید وروسته د وژل شویو شمېر ۲۷ ته رسېدلی دی.
برید په کوز دیر کې د صدبر په نوم په یوه کلي کې د پنجشنبې په ورځ شوی دی.
پولیس وايي، د برید پر مهال، د ځايي لښکر د یوه مشر جنازه کېده چې ځانمرګی راغی او ځان یې په چاودېدونکو موادو والوزاوه.
پولیس وايي په دې پېښه کې ۶۷ کسان ژوبل شوي دي.
ځايي خلک وايي د پېښې پر مهال ښکار شوي ټول عام وګړي دي.
دوه کاله مخکې د پاکستان پوځ په ملاکنډ کې د وسله والو پر ضد عملیات کړي ول او سوات یې د طالبانو له ولکې خلاص کړی وو، خو پر دې سر بېره په سیمه کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کېږي.