د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سېند کې بارانونو په لکونه خلک اغېزمن کړي


د پاکستان د سېنده صوبې چارواکي وايي په صوبه کي د راوانو بارانونو له کبله څه باندې ۲۰۹ تنه مړه شوي او څه له پاسه پنځوس لکه متاثره شوي دي.

د سېند د افاتونو د انتظام ادارې له خوا خپره شوې شميره ښايي په مړه شوو کې زياتره ماشومان او ميرمنې شاملي دي ، د نوموړي ادارې وياند ارشاد بټي مشال ريډيو ته وويل چې د بارانونو له وجې په لکونو خلک اغيز من شوي دي .

وړاندي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري له نړۍ څخه د سېلاب ځپلو سره د مرستو غوښتنه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG